خیانت، خیانت دی:
په مبارزه کی خیانت کولو ته ځای نشته. د مبارزی اساس او شرط مقاومت دی. دا یو ه څرګنده خبره ده چی په هغی کی څوک شک نلری، اما داخبره ځینو ته هغه وخت په یوه مسئله بدلیږی چی د دښمن په بندیخانه کی بندی شی. دا مسئله په دوه شکله سره څیرل کیږی، یوه ډله خیانت کولوته د دښمن د حیوانی شکنجو او فشار لاندی یوه منطقی او طبیعی بڼه ورکوری، او بله ډله خیانت کولو ته په هر ډول شرایطو کی د یو خائنانه عمل په سترګه ګوری. مونږ د دوهمی ډلی په جملی کی یو. و به ګورو چی کومه لاره درسته ده؟

